
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۰مه) تیره ورځ زرګونه پښتانه په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ راټول شوی وو.
دوی د پاکستان له حکومت نه ځینې مشخصې غوښتنې درلودې.
د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، عدالت ته د راو انور د سپارلو وروسته باید د زرګونو پښتنو قتل د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف او د پاکستاني طالبانو یو مشر احسان الله احسان هم باید محاکمه شي.
ویل شوي، چې دوی به تر هغې دا غونډې روانې ساتي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي.
بل خوا دې غورځنګ په ټویټر لیکلي:
"مستبد نظام په دې بریالی شو چې په رسنیو کې دا غونډه خپره نشي، خو اوس هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغې غونډې د خپرېدو مخه ونیسي."