پوتین: ناټو د ستونزو جوړولو هڅې کوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۰مه) د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ددغه هېواد د ملي امنیت شورا یوې غوندې ته ویلي، چې ناټو هڅې کوي نوې لوبې پیل کړي او نوې ستونزې را جوړې کړي.
 
هغه زیاته کړې، چې ناټو غواړي د روسیې متحدو هیوادونو کې نا امنۍ رامنځ ته او نوې ستونزې راپیدا کړي.
 
د ښاغلي پوتین په وینا، د خپل هیواد امنیت یې اولویت دی او د همدې لپاره کار کوي.
 
هغه روسیه یو نه ماتیدونکی ځواک ګڼلی او په وینا یې داسې دسیسې هیڅ نشي کولی چې مخه یې ونیسي.