
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۰مه) د سوریي ځايي رسنیو لیکلي چې ددغه هېواد پر یوه هوايي ډګر توغندیز برید شوی دی.
ویل شوي، چې په برید کې مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه پېښه نه ده منلې شوې.
د سوریې دولتي تلوېزیون د حمص ښار په تي څلور هوايي اډه کې د درنو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبرونه خپاره کړي دي.
بل خوا سانا خبري اژانس هم بیا لیکلی، چې پر تیفور هوايي ډګر هم څو توغندي غورځېدلي دي.