
روهي (دوه نۍ/۲۰ د وري)، په پښتونخوا کې د پښتون د ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د پوځ او حکومت بدمعاشي او همدا ډول په پښتنو سيمو کې ترهګري ورته د منلو وړ نه ده.
نوموړي دغه خبرداری د يوې ټيلوفوني اړيکې په وسيله د امريکا په واشنګټن کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ يو لاريون ته کړي دي.
نوموړي همدا ډول له پښتون ولس څخه غوښتنه کړي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې، د حق او برابرۍ لپاره دې خپل غږ پورته کړي او دظلم پر وړاندې دې مبارزه وکړي.
پښنين خپلو پلويانو ته ويلي، "د پښتون راتلونکي ولسونه به زمونږ او ستاسې په مبارزې وياړ کوي، مونږ د نړۍ په هر ګوټ کې د پښتون ولس د يووالي او حق غوښتنې په پار مبارزه کوو."
د منظور پښتين په مشرۍ تېره ورځ په پېښور کې د پښتنو ځوانانو، پيغلو، ميرمنو، سپين ږيرو او نور فعالو کسانو له خوا غونډه تر سره شوه، چې شمېر يې لسګونه زره کسانو ته رسېدو.