
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۲۰مه) تیره ورځ په پېښور کې لسګونه زره پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ تر مشرۍ لاندې لویوه غونډه درلوده.
ددغه غورځنګ یو بنسټګر علي وزیر وايي، دا وار په لاهور کې سیاسي اور بلوي.
بل خوا ویل شوي، چئ د سوات غونډه د مې په ۲۹مه به ترسره کېږي.
د تیرې ورځې په غونډه کې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له ټولو پښتنو د یووالي غوښتنه وکړه، څو په خبره یې د ورکو پښتنو غږ په ښه توګه پورته شي.
په دې اړه پاکستانیو پاکستان چارواکو څه نه دي ویلي.