(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۹مه) پاکستان رسنیو نن راپور ورکړی، چې امریکا سفیر یې د هغې ترافیکي پیښې له امله ورغوښتی چې د امریکا د سفارت د موټر او موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوې وه.
ویل کېږي چې دغه پیښه د شنبې په شپه په اسلام اباد کې د رامنځته شوې وه، چې یو تن ټپي او بل په کې وژل شوی وو.
امریکا سفیر پاکستانیو چارواکو ته د پیښې په اړه خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په اړه به یې جدي څېړني کوي.
دا په داسې حال کې دی، چې امریکايي موټر چلونکی له پېښې وروسته پولیسو د پېښې بیان ورکړی دی.
وروستي