
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۹مه) راپورونه کاږي، چې ترکیه نږدې شپږ سوه بې قانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنوي.
د افغان حکومت ویلي، چې تر دې دمه له ترکیې کوم افغان کډوال هېواد ته نه دي ستانه شوي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې افغان کډوال د ترهګریزو چارو د دوام او اقتصادي ستونزو لامله له خپل هېواد وتلي دي.
ترکیه کې افغان سفیر عبدالرحیم سیدجان ویلي، دغه کډوال افغانستان ته په خپله خوښه ستنېږي.
بل خوا د کډوالو چارو وزارت ویاند حفیظ احمد میاخېل بیا وايي، چې د افغان حکومت له خبرولو پرته د کډوالو ستنول د انساني حقونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې هم له ترکیې نږدې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شول.