د سوریې پر دوما ښار کې ۷۰ تنه وژل شوی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۹مه)په سوریه کې مرستندویو ډلو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په دوما ښار کې د زهرجن ګاز برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي دي.
 
هلته د سپین خوليو په نوم یوه مرستندویه ډله د دغه هېواد جګړه ځپلو سیمو ته مرستې وايي،دا کسان د زهرجن ګاز له امله وژل شوي او زیاتې مرګ ژوبله انديښنه شته.
 
که څه هم تر اوسه پورې دا خبر دقیق نه دی منلی شوی خو یادې ډلې تر دې وړاندې په دغه ښار کې د زیاتې وژنې ټويټ کړی وو
 
د سوریې ځايي حکومت کیمیايي برید ادعاوې رد کړې دي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که په سوریه کې کیمیاوي برید شوی وي، نو د دې برید مسوول باید روس وپېژندل شي.
 
د غوطه رسنیو مرکز ویلي، په سیمه کې پوځي چورلکې د سارین په نوم بیلري بم غورځولی دی.