
روهي (يوه نۍ/۱۹ د وري)، له جرمني ترلاسه شوي رېپورټونه وایي، په لوېدیځ مونسټر ښار کې د ګڼې ګوڼې په وخت یوه لارۍ پر پلو خلکو ور ختلې او لږ تر لږه یې دوه کسان وژلي دي او په پېښه کې شااوخوا تر۲۰ ډیر کسان ژوبل شوي هم دي.
د اې اېف پي خبري اژانس وایي، بریدګر وروسته تر بریده خپل ځان هم ویشتلی دی.
جرمني پولیس وایي، داسې ښکاري چې ښايي دا یو ترهګريز برید وي، خو موږ لا په ډاډ سره څه نشي ویلاي.
رېپورټونه وایي، موټروان پر هغو خلکو خپل موټر ور وخېژاوه چې د رستورانونو مخې ته ناست وو.
د یوه عیني شاهد د وینا له مخې، له پېښې سم د لاسه وروسته د پولیسو چورلکې هم را ورسېدلې او د پېښې په ساحه کې يې په هوا کې الوتنې ګرځولې.
پولیسو پر خلکو غږ کړی چې د پېښې له ځایه دې لېرې اوسي.
یاده دې وي چې په ۲۰۱۶ کال کې هم ورته پېښه د جرمني په پلازمېنه برلېن کې را منځ ته شوه، یوه لارۍ پر روانو خلکو ور ختلې وه او ۱۲ کسان یې وژلي وو.