د متحده ايالتو او چین تجارتي جګړې برلاسه لوری

موږ پوهیږو چې د متحده ایالاتو او چین تر مینځ ممکنه سوداګریزه جګړه به امریکایي تجارنو او په خاص ډول هغو ۲.۶ میلیونه کارکونکو ته چې په متحده ایالاتو ېی د چینایی تجارتونو لپاره استخدام شوي ډیره زیان رسونکي وي. د مالیاتو د تعرفو په لوړیدو سره به د متحده ایالاتو پیرودونکي دې ته اړ شي تر څو هغو موادو ته چې چین یې متحده ایالاتو ته صادروي، ډیره مالیه ورکړي. باید په یاد ولرو چې د ۲۰۱۷ کال چین صادرات امریکا ته تر ۵۰۵ بیلیونه ډالره وو پداسې حال کی چی د متحده ایالاتو صادرات و چین ته تر ۱۳۰ بیلیونه ډالرو رسیدل.

مخکې لدې چې د چین او متحده ایالاتو پر سوداګریزه جګړه وغږیږو اول باید یاده جګړه وپیژنو:
تجارتې جګړه په ساده ډول د هیوادونو تر منځ هغه حالت په ګوته کوي چې یو هیواد نه غواړي د بل کوم هیواد توکو ته په اسانۍ اجازه ورکړي یعنې د صادرونکې هیواد پر تولیداتو د معمول خلاف لوړه مالیه وضع کیږي چې بالاخره دوهمي هیواد هم دې ته اړ کیږي تر څو په ورته اقدام لاس پورې کړي.

د چین او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د تجارتي جګړي احتمال وروسته له هغې زیات شو چی اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزې په پیل کې دا خبرې تکراراً کولې چی ګواکې پر چینایی مالونو به له ۳۵٪ نیولي تر ۴۰٪ سلنې مالیه ولګوي. د تیرې سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو لخوا پر چینایی مالونو چي ارزښت یی تر ۵۰ بیلیونو ډالرو رسیده تر ۲۵٪ پورې وارداتي مالیه وضع کړه. پر چینایی توکو د متحده ایالاتود یاد وړاندیز اصلي موخه د متحده ایالاتو لوړ تجارتي کسر(Trade deficit) چې قریبآ ۵۰۰ بیلیونه ډالره ښودل شوی او همدارنګه د امریکایی کمپنیو څخه د چینایی کمپنیو غلا د (intellectual property) یا د نه حس کیدونکي جایدادونو غلا کولو په مقابل کې شوی وه چې تر ۳۰۰ بیلیونه ډالرو په اندازه محاسبه شوي.

چین بیرته د سویا، الوتکو، موټرو، غوښینو او کیمیاوي وسلو په شمول د لویو وارداتو په اړه د ورته مسؤلیتونو لیست په نښه کړ. او د ۵۰ بیلیونه ډالرو په ارزښت موادو یې ۲۵٪ وارداتي مالیه ولګوله. د بیجنګ چټک او ځواکمن غبرګون د نړۍ د دوو اقتصادي ځواکمنانو تر منځ د لا زیاتو اقتصادي اقداماتو د اخیستو احتمال رامینځته کړ چې نړیوال اقتصاد زیانمن کولی شي.. چین پدې فکر دی چې د امریکا د تعرفو وړاندیز به متحده ایالاتو ته ګران تمام شي. او پدې برخه کې چین کومه ویره نلري. بل خوا د سپينې ماڼۍ د ملي اقتصادي شورا مشر ليري کلولو لخوا د چهارشنبې په ورځ د فاکس نيوز چينل ته په خپلو خبرو کې وویل شول : "زه باور لرم چې چين به بيرته راشي او زمونږ سره به جوړجاړی وکړي. همدارنګه د متحده ایالاتو ولسمشر په خپل ټویټ کې ولیکل چې دوی د تجارتي جګړې توقع نلري. له دغو خبري معلوماتو داسې ښکاري چی متحده ایالات د چین د بیرته راتګ لپاره هیلې لري پداسی حال کی چې چین دا ځل خپله تګلاره کلکه نیولي او اراده نلري چی د امریکا اقتصادي نفوذ یی تر اغیزې لاندې راولي. یاده د وي چی یادې مالیاتي تعرفې تر اوسه په رسمي ډول له کمپنیو وضع شوي نه دي.

نن ورځ، د متحده ایاالتو چین سوداګریزې اړیکو په حقیقت کې په مختلفو صنعتونو کې، په متحده ایاالتو کې تقریبآ 2.6 کسانو ته د دندو زمینه مساعده کړي دا هغه چینایی کمپنۍ او تجارتونه دي چی په امریکا کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.او لکه څنګه چې د چینايي منځنۍ طبقې په راتلونکې لسیزه کې د چټک پراختیا کچه روانه ده. د چین منځنی طبقې مصرفونکي به تر 2026 کال پورې د متحده ایاالتو ټول نفوس هومره شی پدې ډول چین د متحده ایاالتو شرکتونه لپاره د پام وړ فرصتونو رامنځته کړي ترڅو د نويو او ګټور پیرودونکو ته لاسرسۍ ولري. اقتصادي ډیټا هم دا ښایي چې هغه هیوادونه چې له چین سره ښه اقتصادي روابط لري ډيره ګټه په لاس راوړي.