پوتين: ناټو په سيمه کې ستونزو او کړکېچونو ته لمن وهي

روهي (نۍ/۱۸ د وري)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين تېره ورځ د ياد هېواد د امنيت شورا په ناسته کې ويلي، چې د ناټو تړون وروستۍ هڅې په سيمه کې کړکېچ او ناخوالو ته د لمن وهلو په مانا دي.

نوموړي زياته کړي،"ناټو هڅه کې چې په سيمه کې د روسيې د فعاليتونو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، نوي کړکېچونو ته لمن ووهي او د پخواني شوري اتحاد ناخوالې بيا را تازه کوي."

ولسمشر پوتنين ټېنګار وکړ، چې د روسيې پولې به په جدي ډول سره وساتي او هېڅ بل ځواک ته به اجازه ورنه کړي، چې د روسيې د ملي ګټو پر وړاندې ستونزې رامخې ته کړي.

له دې وړاندې د ناټو تړون په سيمه او نړۍ کې د روسيې په سياسي او پوځي کړنو نېوکه کړې وه او روسيې يې د نړۍ د هېوادونو په چارو کې په لاس وهنې تورنه کړې وه.

د امريکا او روسیې له ډېپلوماټيکو ننداريو وروسته، ناټو هم ۷ روسي ډېپلماټان له خپل سازمان څخه وشړل او ډېپلوماټيکې اړېکې يې سره کړکېچنې شوې.