پښتین: امن د انسانیت لپاره غواړو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د دوی د اپرېل اتمې غونډې لپاره ډير خنډونه جوړېدل.
 
دی وايي،چې مبارزه یې سوله امیزه ده. په وینا یې تشدد نه غواړي، دوی له جګړې ستړي دي.
 
ښاغلی پښتین خپلو پلویانو ته وایي، چې په خپلو کې مخالفتونه مه کوئ او پر اساسي شیانو فکر وکړئ.
 
نوموړې زیاته کړې، چې د هېڅ یوې بلې پارټۍ مخالفت باید ونه شي.
 
وايي، چې موږ مخالف نه کوو او د مخالف په خاطر مو مبارزه نه ده پیل کړي، بلکې په وینا یې موږ خپل عزت غواړو. څوک چې موږ سره مخالفت کوو موږ یې نه ورسره کوو.
 
پښتین په خپلې فیسبوک پاڼې د سبا ورځې د غونډې په اړه خبرې کوي، وايي د خپلې مبارزې ته په ارزښت وګورئ.
 
"د مخالف او نه مخالف دواړو لپاره امن غواړو."
 
دی وايي، حیران دی چې ولې یې پر وړاندې مخالف کېږي ځکه په وینا یې د دوی مبارزه تر قانون لاندې ده. 
 
منظور پښتین وايي، زموږ د مبارزې مخالفین هغه څوک دي، چې نه دین پيژني او نه قانون.