
نو ګورم چې د مرحومې میړه، ورور، پلار اويا نور خپلوان تر جنازې تاو وي او شور ماشور یې جوړ کړی وي او وایي چې جنازه پټه کړي.
بل غږ مو تر غوږو شي او د محرم دغوښتلو غږ وي تر څو جنازه خاوروته وسپاري.
هو دا غږ هم ډیر اوریدل کیږي چې څادر ونیسي تر څو جنازه څوک ونه ویني.
هو دا هرڅه د یوې زړې ښځې چې په سفین کفن کې پوښل شوي وي په عزت او پرده کې خاوروته د سپارلو وروستۍ کړنې او غږونه وي چې د خپلوانو له لوري یې ترسره کیږي او اوریدل کیږي.
د دې کړنو په لیدو انسان هک حیران شي.
چې آیا دا همغه خلک ندي چې خپلې ښځې او خویندې بازارونو ته په داسې جامو کې وتلې، چې هغه یې په اندامونو سریښې وي او یا هم نیمه بر بنډې وي؟
آیا دا همغه خلک ندي چې لوڼې یې په نیمه بربنډو جامو کې په پوهنتونو، مکتبو، مارکیټو او يا کو څو کې بې باکه ګرزي را ګرزي؟
آیا دا همغه خلک ندي چې د ښځو او نر په اخطلاط، ښځو ته د لاس ورکولو په باره کې او د حجاب په باره کې له عالمانو سره بحث او مشاجرې کوي؟
پردې او حجاب ته د ۱۴۰۰ کالني مخکیني دود دستور اطلاق کوي.
بې پر دګي، دنر او ښخې بې انتها ازادي ته روشن فکري، مخته تګ او د علم او دانش نښه وایي.
او هغه خویندې چې حجاب یا پرده کوي هغوي روسته پاتې يا له علم او ادب څخه وروسته پاتې ګڼي.
نو چیرته ده!
په خپلو ښځو او خویندو ددوي غیرت چې ژوندي دي چې اوس یې ددې زړې ښځې په جنازه کې غیرت او نارینه توب بیداریږي.
نو دلته سړي باید و وایي چې د دوی زړونه، غیرت او وجدان ژوندیو ته مړ او بد بختانه مړو ته ژوندي ده.
اناالله واناالیه راجعون
{ يا ایهالذین آمنو قوا انفسکم و اهلیکم نارا و قو دها الناس و الحجارة علیها ملا ئکة غلاظ شداد لا یعصون الله ما أمر هم ویفعلون مایؤمرون }
اي هغو کسانو چې ایمان مو راوړي. ځان او خپل خپلوان د جهنم له اور څخه وژغوري، چې دسوخت مواد ئې تیږې او انسانان دي، په جهنم سخت زړې ملائیکې مقررې دي چې دالله ج نا فرماني نه کوي، او هغه کار کوي چې امر ورته کیږي.