فضل قادر انډيوال د پېښور د پښتو ورځپاڼې (پښتون پوسټ) څخه استعفا وکړه.

دوشنبه (گل) ١٤/٠٦/٢٠١٠
پېښور : فضل قادر انډيوال چې له نږدې دوو کالو راهيسې د پېښور د پښتو ورځپاڼې پښتون پوسټ سره د خبرونو د څانگې د مشر په توگه کار کولو د ځينو شخصي دلايلو له لامله يې استعفا ورکړه او د نوموړې ورځپاڼې د دفتر د چارواکو لخوا ومنل شوه. د پښتون پوسټ ورځپاڼې ادارې د نوموړي دوه کلنې هلې ځلې وستايلې او څرگنده يې کړه، چې د پښتون پوسټ ورځپاڼې په پرمختگ او نورو لارو چارو کې د انډيوال هلې ځلې زمونږ څخه پټې نه دي او د پښتون پوسټ اداره به دا هلې ځلې د تل لپاره يادې ساتي.