د انرژي انتقال یا لیږد، د انرژي په سکتور کې اساسي ساختماني تغیرات دي او د انرژي د سیستمونو لپاره یو مهم بدلون ګڼل کیږي او مختلف ابعاد لکه: د سیستم جوړښت، د سیستم غټوالي یا لوی والی، اقتصاد او د انرژي د برخې پالیسي ګانې په بر کې نیسي. چې ساده یې ووایو لکه د سون د توکو په سرچینو کې بدلون یا هم د انرژي په تکنالوژي کې بدلون لکه: پخوانیو صنعتي سیستمونو د ډبرو په سکرو باندې اتکأ درلوده مګر اوس دغه سیستمونه په اوبو، لمر او باد باندې چې د قابل تجدید انرژي منابع بلل کیږي تکیه کوي.
انرژي د عصري اقتصادي سوکالۍ د زړه حیثیت لري. د انرژي پرته زموږ خوبونه د پاکې، شنې ، او ډیرې موثرې، انټرنیټي نړۍ او د معلوماتو د مراکزو د شتون په تړاو رښتیا کیدلی نشي. مصون او باور وړ سون توکو او انرژی تهیه کول د صنعت، عامه خدماتو او کورني ضرورتونو لپاره همیشه مهم ګڼل کیږي، مګر، د نړۍ د انرژي سیستم د خرابۍ او شړیدلو پر خوا روان دی.
چاپیریالي اندیښنې او دا چې څنګه به موږ څلورم صنعتي انقلاب ته تکنالوژي تجهیز او آماده کړو او دا چې د انرژي سیستم به څنګه تکامل وکړي، په تکراري بحثونو بدل شوی دي. په تنهاي سره هیڅ دولت، صنعتي کارخانې، شرکتونه او نورې ادارې ددې وړتیا نلري چې د انرژي په سکتور کې هغه ننګونو ته ځواب ووايي چې ورسره د مخامخ کیدو په حال کې یو.
په هر صورت، د انرژي د انتقال لپاره، یوې ګډې او سیستماتیکې تګ لارې ته اړتیا لیدل کیږي تر څو ستونزې حل او په فرصتونو باندې پانګونه وکړي. د World Economic Forum’s Fostering Effective Energy Transition report په راپور کې د انرژي د انتقال په موضوع باندې بحث شوی دی او دا یې کتلي چې کوم هیوادونه د انرژي لیږد ته څومره آماده دي، له څیړل شویو هیوادونو څخه ایله ۹۳ هیوادنو د انرژي د لیږد په برخه کې څه ناڅه پرمختګ تجربه کړی دي او له دغه جملې څخه ۴۳ یې داسې هیوادونه دې چې ښه فعالیت یی په دغه برخه کې ترسره کړی دی او داسې ښکاري چې د انرژي د انتقال په پروسه کې بریالي دي.
زیاتره هیوادونه چې د انرژي د انتقال لپاره ښه چمتو د ي، اروپایي هیوادونه دي چې سویډن او ناروې تر ټولو مخکې دي. د Energy Transition Index 2018 په اساس سویډن د ۷۵.۸ نومرو په خپلولو د دغه هیوادنو د قطار په سر کې دی او ور پسې ناروې، سویس، فنلنډ، ډنمارک، هالنډ، انګلستان، اطریش، فرانسه او آیسلنډ هیوادونو ځای نیولی دی. د دغه راپور په اساس، دغه د قطار په سر کې هیوادونه د چاپیریالي تداوم او د کاربن د نشر په برخه کې د نورو هیوادنو په نسبت د ښه پرمختګ شاهدان وو. د مثال په توګه، په ناروې کې د کاربن انتشار په نسبي ډول کم دی او دا ځکه چې نږدې ټوله انرژي له آبي منابعو تولیدیږي. د ښه فعالیت بل دلیل دا هم دي چې د صنعتي انرژي لګښتونه کم شوی او هغوي ته د انرژي تهیه او د رسولو کیفیت خورا ښه شوی دی.
دغه هیوادونه نورو هیوادونو ته یوه ښه نمونه ده کله چې د پالیسي، قانوني چوکاټونو، زیربناوو، او تجارتي چاپیریال په اړه بحث کوو.
په بل اړخ کې داسې هیوادونه هم شته چي له بالقوه ننګونو سره په ځانګړۍ توګه د چاپیریال د تداووم په برخه کې لاس او ګریوان دي او دغه راپور ۱۴ دا ډول هیوادونه په ګوته کړي دي. دغه راپور استدلال کوي چې د فوسیلي سون توکو په استفاده کې کمښت راوستل، انرژي ته د لاسرسي کیفیت لوړول، د انرژي د تهیه کولو او انتقال کیفیت لوړول ممکن هیوادونو سره کمک وکړي چې د انرژي د انتقال په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
وروستي