د هېواد په رغولو کې باید شتمن هېوادوال برخه واخلي

شېرپاو هسپتال، عمران خان روغتون، نواز شریف روغتون او ګڼ نور بنسټیز او وټه ییز کارونه د پاکستاني سیاستوالو او اسلامي حزبونو له خوا په یاد هېواد (پاکستان) کې جوړ شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

دا په دې معنی ده چې له خپل ملک سره د درغلۍ سره خوا کې یې خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر او یا له خپل هېواد سره د هېوادپالنې روحیې هم ثابته کړې ده؛ خو له دې سره سره دې بیا هم پر دوی افرین وي؛ چې په یو ډول نه یو ډول یې خپلې خاورې ته وفادري ښودلې ده چې په پایله کې د خپل هېواد اقتصاد غښتلی کړی دی او هم یې په تاریخ کې د ښو کارونو پله ور درنده کړې ده.

اقتصادي ګټه کې خو یې یوه دا ده چې یوازي له افغانستان څخه هره ورځ په سلګونو او حتی په زرګونو افغانان د تداوۍ په موخه دې دوه مخي هېواد ته د مجبوریت له مخې سفرونه کوي یعنی که یوازي د یوې ورځ لګښت یې له کرایه څخه واخله تر خوراک او فیس پورې په لکونو افغانۍ د دوی جېبونو ته ورځي او همدا شان بیا د دوایي پیسې او نور مصارف یې هم لکونو افغانیو ته رسي.

نو که داسې یا دې ورته سرمایه ګذاري شتمن افغانان وکړي په ځانګړې ډول ډېر شتمن افغانان هم به یې دنیایي ګټه کړې وي او هم اخروي؛ ځکه پنځه کسه بیکاره ورسره په کار کېږي یا بوختېږي هسې هم په دې هېواد کې کونډې او یتیمان ډېر دي که داسې کسانو ته کاري زمینې برابري او یوه مړۍ حلاله روزي لاس ته راوړي دا به د حج هومره ثواب وي او بل دا چې په تاریخي لحاظ به ګټه وکړي او ډېر چانس شته چې دنیایي ګټې هم وکړي؛ خو که مخکې له سرمایه ګذارۍ څخه بررسي وکړي؛ ځکه په سوداګرۍ کې نظر سنجي ډېره مهمه ده.

مثلاً که د دې تاریخي او اقتصادي کار بېلګه احسان الله بیات یاد کړو چې یو مخابراتي شرکت یې جوړ کړی او له دې سره سره یې له خلکو سره په سختو حالتو کې هر ډول مرستې کړي دي. بله مهمه یې دا ده چې نوموړي د دې کارونو او شرکتونو په لرلو سره زرګونو افغانانو ته کاري زمینه هم برابره کړې دي. ډېرې پیسې یې ګټلي دي او هم د نیکو کارونو پله درنده شوې چې له امله یې د ډېرو خلکو دعاوې وړي دي.

همدا شان که نومړی لکه د BMC یعنی بیات رسنیز مرکز (میډایي مرکز) سره خوا کې یو روغتیایي مرکز BDC (بیات میډکل کمپلیکس) جوړ کړي او ورسره ورسره د درملو جوړولو چارې لږ یا ډېرې پیل کړي؛ نو له شک پرته ډېره ګټه به وکړي او د پاکستان ملا به په دې ډګر کې ورماته کړي او بل دا چې د نیکو کارونو وزن به یې نور هم زیات شي او ...

که څه هم ښاغلی بیات ظاهراً پاک سړی دی او داسې ښکاره د ملي خیانت تورنه پرې نه شته او د هېواد پالنې روحیه یې ډېره غښتلې ښکاري؛ خو هغه شتمن کسان چې له دې ملک سره یې خیانت کړی، درغلي یې کړې دوی باید یو په سلو ډېر داسې د خیر او بنسټیز کارونه وکړي چې حد اقل په تاریخ کې یې د ښو کارونو صفحه کاملاً سپینه پاته نه شي او یا پرته له کوم ځنډ د قبر ژوره کنده دومره ورته ژوره شي چې کله یې سوچ هم نه کړي او په نېغه جهنم ته لاړ نه شي؛ ځکه چې بیا پیښماني هېڅ ګټه نه لري او که د هېواد په بنسټیزو پروژو کې یې برخه واخیسته؛ نو کېدای شي الله جل جلاله یې وبښي؛ خو په یاد مو وي چې الله جل جلاله هېڅکله د بنده حق نه بښې؛ خو په حقیقیت کې تر مور او پلار ډېر مهربان دي او بل دا چې خدای پاک وایي چې ته حرکت وکړه زه به برکت وکړم. تاسو هر څوک چې یاست که ښه او د حلال مال څښتنان او یا شتمن یاست یا حرام؛ خو حرکت وکړي د دې هېواد په ودانولو کې برخه واخلئ کېدای شي خدای پاک مو وبښي او د خپلو نورو بنده ګانو په زړونو کې هم د رحم اوبه در ته تویې کړې او هغوی مو هم وبښي.
په همدې هیله