
روهي (پنځه نۍ/۱۶ د وري)، د پاکستان په ټولو ښارونو کې، یو ځل بیا د پاکستاني روپۍ د ارزښت د کمې غوغا خپره شوې او په پاکستاني ښارونو کې د یوه امریکايي ډالر قیمت ۱۱۶ کالداري شوی دی.
په تیره یوه میاشت کې د ډالر قیمت له ۱۱۰ څخه ۱۱۶ ته پوزته شوی وو، په پاکستان کې اوس یو ډالر په پرانستي بازار کې په ۱۱۶.۸۰ خرڅېږي او په مرکزي بانک کې يې قیمت ۱۱۶.۶۰ دي.
اقتصاد پوهان په دې نظر دي، چې د پاکستانیو روپیو د پرلپسې را ټیټیدلو سبب د پاکستان د ملکي خزانې د زرو د کموالي سبب دی او د دي هیواد د بهرني تجارت یا کرنټ اکاونټ خساره مخ په زیاتېدو ده.
مهتاب حیدر د پاکستان د اقتصادي چارو کار پوه وايي، چې پاکستان نشي کولی چې نور په دې حالاتو کې نورې نړۍ ته خپل مصنوعات ولېږي. دی وايي: " کله چې هم د هیواد کرنټ اکاونټ خساره زیاته شې او زیاتوالې را کم نشي او له دي سره د بهرنۍ زرمبادله زېرمه کمه شي نو ښکاره خبره ده چې د روپۍ ارزښت به کمېږي."
له د ۲۰۱۷ څخه را هيسې د حکومت زرمبادله زېرمه ۴۵ سلنه را کمه شوې ده نو ځکه نه شي کولی چې نورې نړۍ ته خپل مصنوعات صارد کړي.
رپورټونه وايي، چې په پاکستان کې د بهرني تجارت خساره تر لس اربه ډالرو هم اوښتې ده، اوس په ياد هیواد کې دننه د بهرني زرمبادله زېرمه یولس اربه اته کروړه ډالره را کمه شوې ده؛ د پاکستان د سرکاري شمېر له مخې حکومت به د روان کال تر ډیسمبر میاشتي پورې بهرنيو هیوادونو خصوصاً IMF (د پیسونړۍ وال صندوق) ته ۶.۱۳ اربه ډالرو پور ورکوي. او همدا ډول به چین ته ۵ اربه او ۷۰ کروړه ډالر پور ورکوي.