
د ۶۰ کاله جدايي وروسته مينه؛ عاشق او معشوقې له ۶۰ کاله وروسته سره ولېدل
ژباړه: نجيب ويال
يوه باراني ورځ مې په کوڅه کې قدم وهلو، په يوې جيبي بټوې مې نظر شو. بټوه مې راپورته کړه، خلاصه مې کړه او دننه مې وکتله، ترڅو داسې نښې په کې پيدا کړم، چې خپل څښتن ته يې بېرته وسپارم، خو په بټوه کې يوازې درې ډالر او يو زوړ ټوټه - ټوټه شوی ليک وو.
د ليک په پاکټ هر څه وران شوي وو، په ليک کې د لوستلو او لېدلو يوازينی شی، د ليک د بېرته لېږلو پته وه، چې ښکاره کېدله. ما ليک را واخېست، هيله مې درلودله، ترڅو يو څه په کې پيدا کړم، چې د بټوې د څښتن په اړه مالومات ورڅخه حاصل کړ. کله مې چې ليک را واخېست، نو په ليک باندې لېکل شوې نېټې دا په ګوته کول، چې دغه ليک ۶۰ کاله وړاندې لېکل شوی وو.
ليک د (مايکل) په نوم د يو کس په پته ليکل شوی وو، د ليک لېکوالې، نوموړي ته لېکلي وو، چې مور مې زه ستا له ديدن او ملاقات څخه بنده او منع کړم. ليک په ښايسته او په عين وخت کې په غګمين سبک ليکل شوی وو. ليک په دې جملې پای ته رسېدلی وو، "زه به هر وخت ستا سره مينه کوم" او په پای کې لاسليک پرې شوی وو.
ما ليک ولوست، خو د ليک د اخېستونکي له نوم څخه مې بله هېڅ داسې نښه پيدا نه کړه، چې د دوی په اړه راته پوره مالومات وشي. ليک مې د مالوماتو دفتر ته يوړ. د اړيکو منشي يا مسوول کس راته د ليک د ليکوالې شمېره پيدا کړه، خو راته يې وويل، چې نشم کولی دغه شمېره تاته درکړم.
دوی وويل، چې مونږ به ياد کس ته زنګ وکړو، تاسو به سره په کرښه کړو، په هغه صورت کې، که د ليک لېکواله ستاسو سره د اړيکې نيولو په اړه موافقه وښيي. څو دقيقې وروسته مې له يوې ښځې سره خبرې وشوې، چې په هانا پېژندل کېدله. نوموړې وويل، چې دغه کور ما دېرش کاله وړاندې له يوې بلې کورنۍ څخه اخېستی دی، هغې کورنۍ يوه لور درلودله، چې نوم يې هانا وو.
د هانا په نوم پېژندونکې ميرمنې راته وويل، "څو کاله وړاندې هانا اړه وه، چې خپله مور د مراقبت او پاملرنې په يو مرکز کې داخل کړي او دغه کور ما ترې واخېست."
ما د روغتيايي مراقبت مرکز ته زنګ وکړ او راته وويل شول، چې د هانا مور مړه شوې ده. دوی زياته کړه، "مونږ د هانا د اړيکو شمېره لرو او نوموړې اوس په يوازې ډول په يو ګوښه کور کې ژوند کوي."
زه حيران وم، چې آيا زما دا ټولې هڅې د يوې بټوې په اړه چې درې ډالر او يو د ۶۰ کالونو پخوانی ليک په کې دی، د ارزښت وړ دي؟ خو بيا هم ما هغه ځای ته زنګ وکړ، چې په ممکن ډول هانا هلته اوسېدله. يو بل کس زنګ ته ځواب ورکړ او راته يې وويل، "بلې هانا دلته زمونږ سره اوسيږي." په دې سره ما د لېوالتيا احساس وکړ. ما وويل، چې غواړم هلته درشم او نوموړې وګورم.
ياد کس په زړه نه زړه ډول سره وويل، "بلې، ښايي هانا په کوټه کې وي او ټلوېزون به ګوري." ما پرېکړه وکړه چې هلته ورشم. زه هلته ورسېدم، يو ساتونکي زه درېيم پوړ ته پورته کړم او هانا ته يې معرفي کړم.
هانا سپين نقريي وېښتان درلودل او نرمه موسکا يې کوله. ما هانا ته د ورکې شوې بټوې او ليک په اړه وويل. کله چې هانا ليک ولېد، نو ژوره ساه يې واخېسته او زياته يې کړه، "ما له هغې سره ډېره مينه درلودله، خو هغه وخت زما عمر ۱۶ کاله وو او مور مې فکر کولو چې زه ډېره کوچنۍ يم. دغه ليک وروستۍ اړيکه وه، چې ما له مايکل سره نېولې وه. مايکل ګولډسټېن يو غوره او عجيب کس وو." هانا ماته وويل، چې که چېرې دې نوموړی ولېد نو ورته ووايه، چې هانا اوس هم ستا په اړه فکر کوي.
هانا په فکر کې لاړه او زياته يې کړه، "هغه ډېره ښایسته وو." هانا ماته وويل، چې هغه ته ووايه، چې زه تر اوسه هم ورسره مينه لرم. هانا موسکا وکړه او ورسره يې اوښکې په سترګو کې راغلې. هانا وويل، "ته پوهيږي چې ما تر اوسه واده ونه کړ او زه ډاډه يم، چې هېڅ بل کس د مايکل په څېر نه شي کېدای."
ما له هانا څخه مننه وکړه او رخصت مې ترې واخېست. ما ټوله ورځ تېره کړه ترڅو د بټوې څښتن پيدا کړم. ما نصواري رنګه د څرمنې بټوه چې سرې کرښې په جوړې شوې وې راوخېسته. کله چې ساتونکي دغه بټوه له ما سره ولېدله، نو راباندې يې غږ وکړ، "اې! يو دقيقه صبر وکړه، دغه بټوه د ښاغلي مايکل ګولډ سټېن ده. دا بټوه چې هر چېرته وي زه يې په دې سرو کرښو باندې پېژنم او نوموړي څخه ورکه وه."
"څوګ؟ ښاغلی مايک ګولډ سټېن؟" په دې خبرې سره زما لاسونه ولړزېدل. ساتونکې وويل، "بلې، مايک ګولډ سټېن، هغه د همدې ودانۍ په اتم پوړ کې ژوند کوي. زه ډاډمن يم، چې دغه د نوموړي بټوه ده."
مونږ بيا د روغتيايي مراقبت مرکز ته لاړو او هغه څه چې ساتونکي ماته ويلي وو، دوی ته مې وويل. مونږ بيا د بريښنايي زېنې (لېفټ) په خوا لاړ ترڅو په اتم پوړ کې له مايک ګولډ سټېن سره وګورو. ما هيله درلودله چې مايک ګولډ سټېن به هلته پيدا کړم.
نور بيا...........