(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۶مه) د سعودي رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې به د روانې میلادي میاشتي مارچ پر ۱۸مه نیټه لومړۍ سینما پرانیستل کېږي.
داسې ویل شوي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۴۰ نورو سینماګانو د پرانیستلو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.
د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امریکې یوې کمپنۍ أي.إم.سي ته د سینما پرانیستلو لیسنس ورکړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر عواد بن صالح العواد ویلي چې د سینما لیسنس ورکول د سینمايي شرکتونو لپاره د پانګي اچونې یو مهم فرصت دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د سعودي اکثریت اوسیدونکي تر ۳۰ کلنۍ کښته عمر لرونکي دي، ځکه نو دوی به خپل د خوښي فیلمونه په خپل هیواد کې ډېر په شوق سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې سعودي له تیرو دریو لسیزو څخه پر سینماو بندیز لګولی وو خو د دغه هېواد نوي حکومت د تیرې میاشتي مارچ په لومړیو کې د سینماوو لپاره لومړۍ لایحه اعلان کړه.
وروستي