يوې ايرانۍ ميرمنې د (يوټيوب) د مرکزي دفتر دننه درې کسان په ډزو ټپيان کړل

روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، د راپورنو له مخې د امريکا متحدو ايالتونو په کالیفرنیا ايالت کې يوې وسلوالې ښځې د يوټيوب د مرکزي دفتر په ودانۍ کې په خلکو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې درې کسان ټپيان کړل.

پوليسو د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي، چې بريد د يوې ايراني ښځې له خوا تر سره شوي، چې وروسته يې ځان وژنه کړې ده.

په ټولنيزو رسنيو کې د بريدګرې ښځې نوم نسیم اقدم ښودل شوی او ويلي شوي دي، چې ياده بريدګره په خټه ايرانۍ ده او ۳۱ کاله عمر يې درلود.

د يوټيوب په دغه دفتر کې ۱۷۰۰ کارمندانو کار کولو چې له بريد وروسته له دفتر څخه تښتېدلي دي.

پوليس د بريد په اړه پلټنې پيل کړي دي، خو تراوسه نه کومې ډلې د بريد مسوليت په غاړه اخېستی او نه هم د بريد انګيزه څرګنده ده.