
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،وری۱۵مه) د پاکستان پوځي چارواکي په دې اند دي، چې هېواد یې پر افغان طالبانو نفوذ نه لري.
ویلي یې دي، پاکستان نشي کولی وسله وال طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي.
ددغه هېواد پوځي ویاند جنرال اصف غفور ویلي، چې پاکستان د افغان سولې په بهیر کې ونډه لري او له دې بهیر سره به د یاد هېواد همکاري دوام ومومي.
د ښاغلي اصف په وینا؛ طالبان به هیڅکله د پاکستان په غوښتنه د سولې خبرو ته حاضر نه شي.