روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ ويلي، چې که سعودي عربستان په سوريه کې زمونږ شتون غواړي، نو په دې کار سره بايد مونږ ته پيسې راکړي.
نوموړي ويلي، "مونږ تقريباً په سوريه کې داعش مات کړی دی، که چېرې سعودي عربستان په ياد هېواد کې زمونږ د سرتيرو د پاتې کېدو غوښتنه لري، نو مونږ ته بايد پیسې راکړي."
ټرمپ سعودي چارواکو ته په وينا کې وويل، "سعودي زمونږ د پرېکړې په اړه ډېره لېوالتيا لري، زه دوی ته وايم، که زمونږ د پوځي شتون زياتوالی غواړي نو تاسو مونږ ته بايد يو څه راکړی، چې هلته نور هم پاتې شو."
ټرمپ وړاندې وويل، چې په سوريه کې د امريکايي پوځيانو ماموريت پای ته رسېدلی او مونږ به ټول خپل پوځيان بېرته را وغواړو.
د تېرې دوه نۍ په ورځ د سعودي پاچا له ټرمپ سره په ټېلفون خبرې کړي او له نوموړي يې غوښتنه کړي، چې د داعش په مقابل کې تر يو څه نور وخت لپاره هم خپل پوځيان په سوريه کې وساتي.
وروستي