
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۵مه) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان له پاچا او د قطر له امیر سره، د ایران په اړه غږېدلی دی.
د سپینې ماڼۍ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر تمیم بن احمد ال ثاني سره د ایران پر سپین سترګي بحث کړی دی.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره، په دې سلا شول چې د ایران له نفوذ سره مقابله وکړي.