
- الله تعالی هر الوتونکي ته دانه ورکوي، خو هېڅکله يې په ځاله کې ورته نه اچوي.
- که هره ورځ مو خپله لاره بدله کړئ، نو هېڅکله به خپلې اصلي موخې ته ونه رسېږئ.
- هغه کسان چې نشي کولی، د خپلې تفرېح لپاره کافي وخت ومومي، نو ډېر ژر يا په ځنډ سره به د خپلې درملنې لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړي.
- د ارادې خاوند، يوازې مرګ ته سر ټيټوي او هغه هم په ټول عمر کې، د يو ځل لپاره.
- کله چې يوه کس ګومان وکړ چې نور پرمختګ ته اړتيا نه لري، بايد خپل تابوت چمتو کړي.
- يو څوک چې د وخت په انتظار ناست وي، نو هغه به له لاسه ورکړي.
- هغه چې د لمر لاندې خولې تويې کړې وي، نو دا يې حق دی چې په سيوري کې استراحت وکړي.
- دا به غوره وي چې بياځلې پوښتنه وکړې، ترڅو لاره ورکه نه کړې.
- هرکله مو چې يوه ستونزه بيانوله، نو د هغه لپاره يوه حل لاره هم وړانديز کړئ.
- ټوليز يا جامع کيفيت يانې په همغه لومړي ځل د ټولو کارونو سم ترسره کول.
- دونې ماتې خوړل تجربه کړئ، ترڅو د ماتې ورکولو کړنلاره زده کړئ.
- که راتلونکې ته مو ځان چمتو نه کړ، نو ډېر ژر به متوجه شئ چې د تېر زمان پورې اړه لرئ.
- د موږک له ډاره، خپل کور ته اور مه اچوه.
- خپل ځان ته مو د دې لپاره زحمت مه ورکوئ، ترڅو د خپل هم عصره او مخکينيو څخه ښه شئ، بلکې هڅه وکړئ چې د خپل ځان څخه غوره شئ.
- يوازينۍ لاره چې انجام يې شکست دی، هڅه نه کول دي.
- يوه ونه د هغو د مېوو په اساس وڅېړه، نه د پاڼو په اساس.
- د شخړو او بدو خبرو څخه ډډه وکړئ، چې پيل يې ناپوهي او پايله يې پښېماني ده.
- انسانان هغه وخت ډېر تېروځي چې فکر وکړي بل چاته يې چل ورکړی.
- هرڅوک چې د بدو سره کښېني، که څه هم د هغوی طبيعت وانخلي؛ نو د هغوی په طريقت ملامتېږي.
- هغه څوک چې چانس ته منتطر وي، نو کلونه وړاندې يې مړ وبولئ.
- که د خپلو تېروتنو مخنيوی مو ونکړ، نو تېروتنې به ستا مخه ونيسي.