
روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، د پاکستان حکومت د (مسلم ليګ ملي ګوند) او (د کمشير د ازادۍ غورځنګ) تېره ورځ د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل او په فعاليتونه يې بندېزونه ولګول.
د پاکستان حکومت ويلي، چې دواړه ګوندونه د پاکستان د لښکرې طيبه ډلې بدل شوي نومونه دي او غواړي په نوي رنګ سره د لښګرې طيبه ترهګرې ډلې لپاره فعاليتونه تر سره کړي.
د لښکرې طيبه ډلې مشر حافظ سعید د امريکا په تور نوملړ کې غوښتل شوی کس دی او پر سر يې لس مېلېونه امريکايي ډالر جايزه هم اېښودل شوې ده.
د هند حکومت هم، حافظ سعید په ۲۰۰۸ ز کال کې د ممبۍ په بريدونو کې چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول تورن بولي.
له بلې خوا، د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د لښکرې طيبه لوړپوړي کسان سیف الله خالد، فیاض احمد، مزمل اقبال هاشمي، محمد حارث دار، تابش قیوم، محمداحسان او فیصل ندیم هم د بندېزونو په لېسټ کې شامل کړي دي.
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان په حکومت تور پورې کړی، چې د لښکرې طيبه ډلې پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي او ياده ډله په ازاد ډول په پاکستان کې فعاليت کوي.