د مور د نړیوالې ورځې په ویاړ
شرف الدین عظیمی
مورې! دې خدای(ج) له خوا سپیڅلې ډالۍ
اې ته درنه موجوده اې مقامه
ستا به هغه شېبې په یاد وي که نه
هغه لومړۍ دماشومتوب مرحلې
چې به په زړه کې کومه وېره راغله
بس ما به ستا خواته درمنډې کړلې
تابه پر ما باندې خپل لاس راکش کړ
اوپه پلو کې به دې ونغاړلم
هغه لحظې مې مورې ښې په یاد دي
تا ماته لوست د ژوندانه راکوه
تا ماته ژوند او زندګي وښوده
وطن دوستي خو راته تا وښوده
په خوږه ژبه اللولو کې
ستا ها خوږې خوږې سندرې مې
اې خوږې مورې دی تر اوسه په ياد
اوپه غوږونو مې خوږې لګېږي
وروستي