د کچالو پوستکی د زړه او شکر ناروغيو مخه نیسي

کچالو لږه کالوري خو په زیاته کچه ویټامین سي، ويټامین بي او اوسپنه لري. دا ګټې یوازې په سپین کړي کچالو کې نه، بلکې په پوستکي کې یې هم شته. کچالو پر دې سربېره په زیاته اندازه فیبر او نور غذايي او حیاتي مواد هم لري. د یوه کچالو پوستکی د ورځې اته په سلو کې د بدن د اړتیا وړ فیبر پوره کولای شي. د کچالو په پوستکي کې شته فیبر له غنمو، د غنمو له ډوډۍ او نورو هغو محصولاتو سره برابر دی چې له غنمو جوړېږي. که د بدن د اړتیا وړ فیبر پر وخت پوره شي، نو د زړه او شکرې د ناروغۍ مخه به مو نیولې وي. د ويټامین سي دنده په بدن کې د ارامۍ احساس او د ټپونو رغول دي. په ويټامین سي کې په زیاته اندازه شته انټي اکسیدان د سرطاني ناروغیو ضد عمل کوي. دغه راز ويټامین سي د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي او له ډول ډول نورو ناروغیو سره هم مقابله کوي. د کچالو پوست په زیاته اندازه ويټامین بي او اوسپنه هم لري، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د کچالو په پوستکي کې شته اوسپنه خپله د کچالو په پرتله پنځه برابره زیاته ده.