م.م: نړیوالې ټولنې دې یمن لپاره مالي مرسته راټوله کړي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۴مه) ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له یمن سره د بشري مرستو لپاره ۲.۹۶ میلیارده ډالر راټول کړي.
 
ویلي شوي، چې دا مرسته به له یمنیانو سره بېړنۍ بشري مرستې وشي.
 
د یاد سازمان عمومي منشی، انتونیو ګوترش نن په جنوا کې د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو د استازو غونډې ته وویل چې یمن له مصیبته په ډک حالت کې دی.
 
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف پوځي عملیات پېل کړي، لږ تر لږه ۱۰ زره وګړي وژل شوي او ۲۲،۲ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړیتا لري.
 
د ښآغلي ګوترش په وینا، سعودي او متحده عربي اماراتو سږ کال ۹۳۰ میلیونه ډالر او نورو مرسته کوونکو ۲۹۳ میلیونه ډالر ورکړي دي.