پاکستان دا ځل د افغان سولې په اړه، صادقانه ژمنه کړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۴مه) د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستیالې آلیس ویلز له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته ویلي، چې پاکستان د افغان سوله صادقانه مرسته ته ژمن دی.
 
ویلي شوي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دا ځل د پاکستان رښتینې هڅه کوي.
 
 ویلز ویلي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه، سره یې په لیدنه کې واورېدل، چې د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات په مانا دی.
 
اغلې ویلز اوونۍ مخکې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللې ده.