له چاغښت څخه دځان ساتلو اسانه لار!

د امريکا لوما لنډا پوهنتون په خپلو نویو څیړنو کې موندلې، چې د سهار مهال چای، دغرمې مهال ډوډۍ او د شپې له لورې کم خوراک کول مو وزن ډير کموي.
 
د څيړونکو په باور که غواړئ وزن مو کنترول شي نو د سهار چای سره ښه خوراکونه او ښه خواړه کولای شي تاسې له چاغښت وژغوري.
 
یاده څیړنه د اوه کلونو په موده کې په بیلابیلو کسانو ترسره شوې، دې پایلې ته رسیدلی چې، د سهار چای څښلو سربیره بی وخته خوراک کول مو د وزن په کمولو کې نه منونکې مرسته کوي.
 
د یادولو وړ ده چې هر کال تقریبآ ۲.۸میلیونه خلک د ډیر وزن له لاسه مړه کیږي.
 
پخوا وختونو کې به چاغښت یوازي په غني هیوادونو کې مګر نن ورځ کم او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې هم لویه ستونزه بلل کیږی، دا چې د چاغښت ستونزه په نړیوال ډول سره حل شې نو لازمه ده چې حکومتونه، نړیواله ټولنه، مدنی ټولنه، غیر انتفاعی سازمانونه او خصوصي سکتور په ګډه کار وکړی او د دي ستونزي د حل لپاره لارې وګوري.