تغذي – Nutrition

ژوندي موجودات د خپل ژوند پایښت، فعالیت او د نسل لړۍ دوام لپاره خوړو ته اړتیا لري او ددې اړتیا بشپړتیا لپاره تر ډېره بریده خپلمنځي اړیکې سره لري. انسان له نباتاتو او حیواناتو څخه خواړه چمتو کوي او نباتات بیا له هوا څخه د کاربن دای اکساید او خاورې څخه د اړتیا وړ موادو اخېستلو سره د لمر انرژۍ په مرسته خپل ټول د اړتیا وړ مواد سنتیز او جوړوي. حیوانات له همدې نباتاتو څخه په کار اخېستنې خپل د اړتیا وړ مغذي مواد اخلي او انسانان بیا د خپلې اړتیا وړ مغذي مواد له نباتاتو او حیواناتو تر لاسه کوي. چې ددې درېواړو ژوندي موجوداتو تر منځ خپلمنځي اړیکو ددوی ژوند لړۍ غځولې ده او وړاندې هم پایښت مومي.
 
د پایښت دې اصل ته په پام سره اړتیا ده چې د خوړو یا تغذي په اړه معلومات ولرو، چې د همدې اړتیا بشپړونې لپاره پوهانو د تغذي علم یا پوهه رامنځته کړې ده. د تغذي علم د کېمیا او د کېمیا اړوند څانګو، بیولوژۍ، اقتصاد، کرنې او یو شمېر نورو علومو په رڼا کې رامنځته شوی او د لا پراختیا لپاره یې څېړنې وړاندې پر مخ روانې دي.
 
تغذي یا nutrition:
د تغذي علم یا پوهه عضویت کې د غذا یا خوړو له بدلونونو او عضویت کې د خوړو متشکله یا جوړښتي اجزاوو کارېدنې او هغو نارغیو یا ناروغۍ اړوند بدلونونو څخه چې د مغذي موادو (nutrient) د نا انډولتیا له امله رامنځته کیږي بحث کوي.
 
تغذي د خوړو ډلې یا ګروپونه او د هغوی متشکله مواد، د خوړو ټاکنه او اړتیا او اړوند فکتورونه یې، د ضعیفې او له حد زیاتې تغذۍ له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ او مخنېوي لپاره یې لازم اهتمامات، د خوړو اړوند اړتیا سره سم لازم رژیمونه، د خوړو ساتنې، پروسس او چمتو کولو په ګډون ګڼې برخې مطالعه او څيړي.
 
د تغذي علم په طبي څانګو کې د خوارځواکۍ پیژندنې او درملنې سربېره د بېلابېلو ناروغیو لرونکو ناروغانو خوړو تنظیم لپاره هم لوستل کیږي او په پرمختللو هېوادونو کې د تغذي نرسنګ برخې هم روغتونونو کې فعالې دي او د تغذي اړوند تخصصي زده کړو هم کیږي.
 
خواړه یا غذا:
 ټول هغه مایع او جامد مواد چې د مغذي موادو اخېستنې څخه د عضویت ضایع شویو حجراتو د ترمیم او بیا رغېدنې( جوړېدنې) لامل کیږي خواړه یا غذا بلل کیږي. یا هم دا چې ټول هغه غیر زهري یا غیر سمي مواد چې د عضویت اړتیاوې پوره کړي لکه پروټينونه، انرژي، وېټامینونه، معدني مواد او نور د خوړو په نوم یادیږي.
 
د خوړو له خوړنې موخې:
هر څه ته د اړتیا شتون د هغه څیز رامنځته کیدو، ارزښت او دوام ورکولو احساس له مخې کیږي، نو خواړه هم د اړتیاوو له مخې تر لاسه، چمتو او خوړل کیږي.
 
د انسان او په ټوله کې د ژوندیو موجوداتو جوړښت له حجراتو(ژونکو) څخه شوی او هره ورځ د ميليونونو حجرو عمر پای ته رسيږي او پر ځای يې نوي حجرات رامنځته کیږي.
 
تر ټولو مهمه موخه د خوړو له خوړنې څخه د ژوند پایښت دی چې د بدن داخلي برخو فعالیتونو پورې اړوند دي او همدا خواړه دي چې دا اړتیا بشپړوي او له کار لوېدنې څخه یې مخنېوی کوي.
 
بله موخه چې ډېره مهمه ده هغه د ورځنیو فعالیتونو ترسره کول دي چې انسان ددې اړتیا بشپړونې لپاره د اړتیا وړ خوړو ته اړتیا لري، چې باید اړتیا ته په پام سره وکارول شي او هېڅ ډول نا انډولتیا پکې رامنځته نشي.
 
درېیمه موخه د خوړو له کارونې څخه داده چې د جسمي ودې لپاره د اړتیا وړ بشپړ خواړه چمتو او واخېستل شي او بل هم دا چې د نسل پایښت لپاره نه یوازې دا چې انسان بلکې ټول ژوندي موجودات خوړو ته اړتیا لري او دا ټولې اړتیا وې باید پرته له ټکني کېدو پر وخت داسې بشپړې شي، چې انډولتیا ته پکې بشپړه پاملرنه وشي.
 
د تغذي حالتونو :
خوړو ته د اړتیا برخه کې یادونه وشوه چې باید ځانګړي انډول ته پاملرنه وشي او پوهانو هم پېړۍ وړاندې په دې اړه ویلي چې هر څه په کمه اندازه دوا یا درمل دي، په منځنۍ کچه کارول یې خواړه یا غذا دي او له حد زیاته کارونه یې زهر دي.
 
نو د انسان بدن د پایښت، فعالیتونو تر سره کولو، ودې او نسل تولید او دوام لپاره خوړو ته اړتیا لري او دا خواړه باید متوازن، مناسب او په اندازه وي.
 
نو د تغذي حالتونه هم همدې درې برخو پورې راټول شوي دي:
مطلوبه او د اړتیا وړ تغذي : desirable nutrition
 
له حد او اړتیا زیاته تغذي : over nutrition
 
له حد او اړتیا کمه تغذي : under nutrition
له مطلوبې تغذۍ څخه پرته له حده زیات ډیرښت او کمښت بدن ته جدي وژونکي ستونزې رامنځته کوي، نو په همدې خاطر د تغذۍ علم رامنځته شوی چې له نورو علومو سره یو ځای د رامنځته شویو ستونزو مخه ونیسي او هغه حل کړي. چاغښت چې اوس په یوې نړیوالې روغتیايي ستونزې په بدلیدو ده له حده زیاتې تغذۍ څخه رامنځته کیږي او له چاغښت سره تړلو (NCD) امراضو باندې د اخته کېدو ګواښ په پرمختللو هېوادونو او مخ پر ودې هېوادونو کې مخ پر پراخېدو دی.
 
دغه راز له حد کمې تغذۍ له امله خوارځواکي رامنځته کیږي، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې یې فقیرې ټولنې ډېرې اغېزمنې او زیانمنې کړي دي او له بده مرغه زموږ ستاسو هېواد کې هم د ټولنې ډیری بې وزله طبقه له دې ستونزې کړیږي.
 
د تغذي په دې دواړو حالتونو مې په تېرو مقالو کې بشپړه روښانتیا اچولې، چې اړتیا سره سم به بیا هم راتلونکي کې معلومات وړاندې کړم.
 
د خوړو وېشنې هرم :
د (USDA) له نظره د خوړو ډلبندي په شپږو لویو ګروپونو شوې ده چې دا وېشنه د یو هرم په ډول د انسانانو اړتیا سره سم تنظیم شوې ده.
 
لومړۍ ډله یا ګروپ غله جات دي چې غنم او اړوند خوراک توکي پکې شامل دي، دویم ګروپ د سبزیجاتو دی چې د فېبرو په ګډون د اړتیا وړ مغذي موادو درلودونکي دي، درېیم ګروپ یا ډله کې مېوې دي چې شته مغذي موادو ته یې انسان اړتیا لري، څلورم ګروپ کې بیا غوښه شامله ده چې د څارویو، مرغانو او کبانو غوښې پکې شاملې دي، پنځمه ډله لبنیات او د شیدو محصولات دي، شپږم ګروپ کې تیل او غوړي او خواږه شامل دي.
 
د تغذي په اړه د لومړنۍ پېژندنې دې لنډې مقالې لمن همدلته رانغاړم، ان شالله چې راتلونکو لیکنو کې به د تغذي اړوند موضوعات هر یو په تفصیل سره روښانه کړم.