د سعودي شهزاده محمد بن سلمان وايي: دا د اسرائيلو حق دی، چې خپل او خپلواکه هېواد ولري

روهي (درې نۍ/۱۴ د وري)، د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان تېره ورځ د اتلانتیک په نوم يوې امريکايي مجلې سره په خبرو کې ويلي، چې اسرائيل هم حق لري چې په نړۍ کې خپل او خپلواکه هېواد ولري.

له نوموړي څخه پوښتنه وشوه، چې يهود د خپل او مستقل هېواد د لرو حق لري او کنه؟ محمد زياته کړه، "زه په دې عقيده يم، چې فلسطينيان او اسرئيل دواړه حق لري، چې خپل هېوادونه ولري."

شهزاده محمد بن سلمان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ په سولې او د جګړې په پای ټېنګار کړی، خو د فلسطين ترڅنګ يې د اسرائيلي دولت له شتون سره هم موافقه څرګنده کړې ده.

له کله چې په ۱۹۶۷ ز کال کې د اسرائيلو او عربو ترمنځ جګړه پېښه شوه او له هغې وروسته اسرائيلو د فلسطين ډېری برخه ونېوله، نو بيا تر نن ورځې پورې د سعودي عربستان په شمول د نړۍ اسلامي هېوادونه اسرائيل د يو رسمي هېواد په توګه په رسميت نه پيژني، خو د شهزاده محمد بن سلمان وروستۍ څرګندونې په دې مانا دي، چې سعودي په غيرې رسمي ډول د اسرائيلي دولت له شتون سره موافق دی.

شهزاده محمد بن سلمان ۳۲ کاله عمر لري او د عربستان وليهد شهزاده دی، چې د اسرائيلو په اړه څرګندونې يې د اسلامۍ نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې له منفي غبرګونو سره مخ شوې دي.