د د ې وطــــن پـــه نصيب نه دې رسـيدلې خلک
چـې يې ميندلې دې په کاڼو يې وشتلــې خلک
دړنـــدو ښــــار دی له ډيوی سره خپلوې نه لــرې
دســـتـــرګـــورو ډلـــې ډلـــې دې وتـــلــــې خــلک
دهــــر وګــــړې پـــه څـــيــره کې بلا ګانـی ويــــنې
دلــتــه هــنــــدارو تـــه لا نـــه دې دريدلې خـــلک
نــــه يــې دزخم نه ددرد په عــلاج پوه سو طبيب
پـــرون لــــه ســـانـــدو ســره ووتل راغلې خـــلک
چــه افــسـانی يې دپيړې پر ليمه شــپې زنګـوې
دســنـګسارونو تر مـيدانه ځـــې ښاغلـې خــلک
تـــــر شنه اسـمانه ګيله مــنې چيــغی مخ اســتوه
داسې يې ډیر دبل په تورو دلته وژلـې خـــلک
دلـــتـــه چـه راغلــی نو درحـم تمــه مــه ترې کــوه
ددې قـــصـــاب تيغونو ويـــنې ژړولــــې خــــلک
جـهانـې تـمـــه دمردۍ دليــــونـــتو ب کيســـه ده
په هــــر ولات کــې چـــې ښـــغلې ناولــې خــــلک
وروستي