پنټاګون؛ په افغانستان کې د لګول شوو پيسو حساب نه شي ورکولی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۴مه) دې هېل په نوم یوې نشريې ليکي؛ امريکا هر کال په افغانستان کې پر جګړه څه باندې ۴۵ ميليارده ډالر لګوي، خو د یادې نشریې په حواله ددې وړتیا نه لري، چې روڼ حساب ورکړي.
 
ويلي شوي، چې د امريکا دفاع وزارت له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷میلادي کال پورې د هغو پيسو حساب هم نه شي ورکولی، چې د افغان پوځ د روزنې، تجهيز او پياوړتيا لپاره لګول شوې دي.
 
د دغې نشریې په مطلب کې راغلي؛ د افغان پوځ لپاره د وسلو او مهماتو د اخيستو لپاره د ۸۰۰ ميليونه ډالرو حساب هم ورک دی.
 
له دې وړاندې هم ویل شوي، چې د امريکا ددفاع وزارت حسابي چارې شفافې نه دي.