په پاکستان کې ۴ تنه پاکستاني عیسویان وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۴مه) پاکستان کې پولیس وايی، چې ۴ تنه پاکستاني عیسویان د دې هېواد په جنوب لوېدیځ کې په ډزو ووژل شوي دي.
 
د معلوماتو له مخې، د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
 
د ځايي پولیسو په خبره، دا کسان په کوټه کې په یوه رکشا کې سپاره وو چې ناڅاپه پر یوه موټرسایکل سپرو وسله والو ډزې پرې وکړې.
 
د بلوچستان ایالت د پولیسو مسوول معظم جان انصاري روېټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې دا یوه هدفي وژنه وه.
 
دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پاکستاني عیسویانو د عیسویانو ایستر جشن نمانځنه وکړه.