
روهي (درې نۍ/۱۴ د وري)، د مصر اوسني ولسمشر عبدالفتاح سیسي د ۹۷ رايو په اخېستلو سره د دويم ځل لپاره د ياد ولسمشر وتاکل شو.
د مصر د ټاکنو د ملي پلاوي وياند محمود حلمي الشریف ويلي، چې سيسي په غوڅ اکثريت سره رايې تر لاسه کړي او د ټاکنو بل نوماند په دې اړه هېڅ نيوکه نه لري.
د مصر په دغه ولسمشريزو ټاکنو کې نېږدې ۲۴ مېلېونه کسانو برخه اخېستي وه، چې سيسي د ټولو رايو څخه ۲۱ مېلېونه او يا هم ۹۷ سلنه رايي اخېستي دي.
په يادو ولسمشرېزو ټاکنو کې يوازې دوو نوماندانو، موسی مصطفی موسی او عبدالفتاح سیسي ځانونه نوماند کړي وو، چې سيسي په کې ولسمشر وټاکل شو.