شونې ده چې ولسمشر ټرمپ او پوتين به، په نېږدې وخت کې په سپينه ماڼۍ کې سره وګوري

روهي (درې نۍ/۱۴ د وري)، په سپنه ماڼۍ کې چارواکو ويلي، چې د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين ترمنځ د یوې سياسي ناستې په اړه خبرې روانې دي.

دوی ويلي، چې که څه هم د لېدنې د ټاکلي ځای او وخت په اړه پرېکړه نه ده شوي، خو شونتيا شته چې ولسمشر پوتين به د ټرمپ په رسمي بلنه واشنګټن ته راشي او لېدنه به يې په سپينه ماڼۍ کې تر سره شي.

ولسمشر پوتين ته يو نېږدې کس او د نوموړي سکرتر یوري اوشاکوف رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر ټرمپ تېره مياشت په ټيلوفوني اړيکه کې ولسمشر پوتين ته بلنه ورکړي، ترڅو امريکا ته ورشي.

کرملين ماڼۍ ويلي، چې ولسمشر ټرمپ د يوې ټېلفوني اړيکې له لارې، پوتين ته د روسيې په ولسمشرېزو ټاکنو کې د نوموړي د بريا په اړه هم مبارکي ويلي.

د يو روسي جاسوس د وژنې په تور، د روسيې او امريکا سياسي او ډېپلوماټيکي اړيکې بې خونده شوي دي او په تېرو څو اونيو کې يې په لسګونه ډېپلماټان له خپلو هېوادونو وشړل، خو تمه ده، چې د پوتين او ولسمشر ټرمپ له لېدنې وروسته به د دواړو هېوادونو سياسي اړيکې له توند کړکېچ څخه رابهر شي.