خواجه آصف: دا ځل په افغانستان کې د روسیې او امریکا ترمنځ سړه جګړه نښلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۴مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي؛ دا ځل په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ جګړه نښلي.
 
نوموړي د شواهد پر بنسټ ویلي، چې امریکا او روسیه سړې جګړې ته نږدې کېږي خو پاکستان له دې جګړې په امان دی.
 
هغه خپل هېواد ته په اشارې څرګندې کړې چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د جګړو ډګر و.
 
د ښاغلي خواجه آصف په وینا؛ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدي دي او د پاکستان د امنیت لپاره به ټول حکومت هڅه کوي.