د دارچین او ترش لیمو ترکیب د مختلفو ناروغيو درملنه کوي

دارچین او ترش لیمو دواړه د فوق العاده خواصو لرونکي دي چې بې له تحمیل د جانبي عوارضو د بدن د سلامتي باعث ګرځي. په دې مطلب کې د دې ګټور ترکیب په خصوصي خواصو باندې خبرې کوو.

د ترش لیمو او دارچین ترکیب:
په سنتي طب کې د ترش لیمو او دارچین ترکیب کول طبیعی او مؤثره درملنه حسابېږي. دا دواړه د ورځنیو غذاو یو جزو دي او په اسانې سره په هر کور کې پیداکیږي. که تاسو له هغو وګړو څخه یاست چې له بشپړتیا څخه کار اخلئ چې تر څومو د بدن ایمنې دستګاه پیاوړي شي، کولی شئ دا طبعي ترکیب هم امتحان کړي.

ترش لیمو او دارچین د مفاصلو د درد کمونکي:
که له ارتریت (د بندود هډوکو له درد) څخه په عذاب یاست نو توصیه کوم چې د ترش لیمو او د دارچین د ترکیب له استعمال څخه غافله مه وسه! ځکه چې دا ترکیب ضد د التهاب دی او پړسوب له منځه وړي. لیمو له ویټامین C څخه مالامال دي. او ویټامین C د بدن لپاره ضروري ده ځکه چې د کلاژن د احیا لپاره دي او کلاژن هم هغه پروټین دي چې د هډوکي د سلامتي لپاره مهم دي او له مفاصلو سره کمک کوي. ترش لیمو همدارنګه له انټي اکسیډان څخه ډک دي چې په مؤثر ډول التهاب کموي. د لیمو ترکیب له دارچین سره یو ادرار راوړونکي (ډیرونکي) او سم (زهر) پاکوونکي ترکیب په لاس راوړې. دا دوه ترکیبه ضد د التهاب دي او د رایجو التهابي مشکلاتو له منځه وړونکي دي په خاص ډول د سړو په فصل کي.

څه باید وکړي؟
لازم مواد
د دارچین پټوکۍ ۱ عدد
د لیمو اوبه ۵ قاشوقي یا معادل د ۵۰ میلې لېترو
عسل ۱ قاشوقه یا معادل د ۷.۵ ګرامو
یو ګیلاس اوبه یا معادل د ۲۵۰ ملې ګرامو
د جوړولو او استعمال لارښود:
د دي ترکیب له خواصو څخه د مفاصلو د درد د تسکین د ګټې اخستلو لپاره اوبه په اور کیږدئ چې جوش شې نو دارچین او عسل ور زیاد کړئ. او پریږدئ چې د ۱۵ دقیقو لپاره وجوشې. ورسته ور ورباندي مړ کړئ او د نورو ۱۰ دقیقو لپاره يي پریږدئ. وروسته له لسو دقیقو يي صاف کړئ او په اخیر کي د لیمو اوبه ور اضافه کړئ او هر ورځ يي نوش جان کوي.
ترش لیمو او دارچین د وزن د کموالي لپاره:
کیداي شي له وجود د مواد غذايي څخه چې باعث د زیاتوالي د متابولیسم او یا هم د بدن د غوړو د سوځولو او د بدن د جوړه ولو به مو زیات اوریدلي ويي. باید پوهه شئ چې د لیمو او دارچین د ترکیب په کمک کولاي شئ چې د بدن سوخت او ساز پورته بوزۍ او وزن مو کم کړئ، دارچین په وینه کي د انسولین او کاربوهدریت په میزان کنترل کې کمک کړي. نو بدن په ځاي د زخیري کولو له هغوي څخه د انرژي په ډول استفاده کوي. د دارچین او لیمو ترکیب ورځنی استعمال او ګټه اخستنه کمک کوي چې مقاوم ذخیره شوي شهمیا ت د نس له ناحیه څخه بي له زیانه په تدریجې ډول له منځه یوسې.

لازم مواد
د دارچین پټوکۍ ۱ عدد
د لیمو اوبه ۵ قاشوقي یا معادل د ۵۰ میلې لېترو
عسل ۱ قاشوقه یا معادل د ۷.۵ ګرامو
یو ګیلاس اوبه یا معادل د ۲۵۰ ملې ګرامو
که مو توجو وه لازم مواد يي هم هغه د مفاصلو د درد د تسکین ترکیبات وه. یواځينی فرق دا دي چې دلته به دا ترکیب ۲۰ دقیقو ورست له غذا څخه خوري. په دي صورت کي امید شته چې ستاسو متابولیسم تحریک شوي وي. دا ترکیب کولاي شي ستاسو د هاضمي سیسټم لپاره هم ګټمن شي. 
د ترش لیمو او دارچین مخلوط د وزن دکموالي لپاره ګټمن دي.

ترش لیمو او دارچین د سړو وهلو او انفولانزا په مقابله کې:
سره له دي چې د دي ترکیب مصرف تاسو ۱۰۰ په سله د سړو وهلو او انفولانزا له ویروسو څخه ایمن کوي نه خو دا کمک در سره کوي چې ژر جوړ شئ او د ویروسو د شر څخه مو ژرخلاص کړي. په لیمو کي موجوده ویټامین C او د دارچین باکتریايي ضد خواص په بدن کې د ایمن سیسټم د مقاومت د لوړوالي سبب ګرځي. په دي ترتیب تاسو کولاي شئ چې د ناجوړي له دوره يي تبي څخه او له نورو ډیرو مختلفو اختلالاطو څخه ژر خلاص شئ.

لازم مواد
د دارچین پټوکۍ ۱ عدد
د مالټي یا کینو او به یو ګیلاس یا د ۲۵۰ ميلې لیترو معادل
د لیمو اوبه ۵ قاشوقي یا معادل د ۵۰ میلې لېترو
عسل ۱ قاشوقه یا معادل د ۷.۵ ګرامو
د جوړولو او ګټي اخستلو لارښود
لومړی یو ګیلاس د مالټي اوبه اماده کړئ بیا عسل او دارچین ور واچوئ او د ۵ دقیقو لپاره يي په اور کیږدئ. ورسته له ۵ دقیقو دارچین پټوکي ورڅخه را وباسئ او مخلوط ته ۵ قاشوقې ترش لیمو ور ډیر کړئ، دا څښونکي مخلوط هر ورځ سهار د سهارني په وخت نوش جان کړئ. و به ګورئ چې څومره مؤثر دي. 
ترش لیمو او دارچین د صاف او بي دانې پوست لپاره

ترش لیمو او دارچین د یو ډیر مؤثر عامل په توګه ضد باکتریا کار کوي:
لازم مواد
د دارچین پټوکۍ ۱ عدد
د لیمو اوبه ۱ قاشوقي یا معادل د ۱۰ میلې لېترو
پاک لوښی او یو څه مالوچ (پنبه)
د جوړلو او ګټې اخستلو لار ښود.
دا ماسک له شپي برابرکړي او ګټه تري واخلئ. د دارچین پوډر او د لیمو اوبه سره مخلوط کړئ مالوچ (پنبه) ورباندي خیشته کړئ او په بخارو یا دانو دا خیشته پنبه د ۵ دقیقو لپاره کیږدئ حتمي ده چې مخ لومړی پاک پریمنځئ او ورسته له ۵ دقیقو يي په پاکو تړمو اوبو پریمنځئ.

کولی شئ له دي ماسک څخه کله چې ګرمکي یا ځوانې دانې یا بخارونه پیدا کیږي کار واخلئ او یا هم د لکو د لمنځه وړلو لپاره يي استعمال کړي.