سوزنک چې په انګلیسي کې ورته nettle واي یو ډول ازغنه ځنګلي ګیاه ده، چې د کم خونۍ لپاره ګټوره ده.
کم خوني یو ډول علائم ایجادوی لکه ستړتیا، د ویښتانو تویدل او د زړه ضربان، نو بناً مهمه ده چې مخکې تر دي چې په دي ستونزه مبتلا شو، دا بیماري کنترول شي. په دې مطلب کي لږ څه په دې نارړغۍ او د يادې ناروغۍ په درملنه په قدیمې بڼه، چې nettle یا سوځونکي بوټی او ترش لیمو دي خبري کو له موږ سره اوسئ.
کم خوني یا انيميا په هغه صورت کي پیدا کیږي چې هموګلوبین په وینه کې کم شي. دا ستونزه په وینه کي د اوسپنې د کموالی له امله را منځ ته کیږي. کم خوني باید کنترول شي، که چیرې له حده زیاته ستړتیا احساسوي او احتمال د دي وي چې وینه مو کمه ده، وینه مو معاینه کړئ او دا ستونزه مو له متخصص ډاکټر سره شریکه کړئ. د وینې کموالي مو کیدایشي د غذا د کموالي له امله وي او یا يي هم نورې ناروغۍ سبب وګرځي. د تشخیص او درملنې لپاره باید متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي، تر څو د ناروغي علت او ستونزه معلومه شي.
که مو تصمیم دا وي چې په مکمل ډول اوسپنه واخلي نو په یاد ولرئ چې په نا سم ډول د اوسپنې مصرف باعث د مختلفو ستونزو کیدای شي. د اوسپنې نا سم اخیستل په واقیعت کې د بدن د عمومي ناارامتیا سبب ګرځي او په خاص توګه هاضمي ته ستونزي را ولاړوي. د کم خوني او د هغې د درملنې لپاره توصیه کیږي، چي دا غذايي مواد مصرف شي چې له اوسپنې څخه غنې دي لکه: تازه سابه، حبوبات، چغندر، شوتله (شفتله) او نور، که چېري تاسو یاد شوي مواد یواځي استعمالوي نو بیا ویټامین C حتماً ورسره استعمال کړي چې تر څو يې جذبیت په بدن کې په بهتر ډول وشي.
د کم خونۍ درملنه او مخنیوي د ګزنه یا nettle او لیمو په مرسته!
ګزنه nettle یا سوځونکي بوټۍ دي چې له ویټامینونو او معدنی موادو څخه مالامال دي او په سوپ، آش و غیره کي استعمالیږي خو معمولاً ډیره استفاده يي له چوش کیدو څخه کیږي لکه چاي ، دا بوټۍ چې تازه وي ډیر سوځونکي دي نو مهرباني وکړي د استعمال په وخت کي لاسماغو ورته په لاس کړئ ترڅو يي له چیچلو څخه په امان شئ. خو چې کله وچ شي بیا دا خاصیت له لاسه ورکوي او چیچل نه کوي.
ترش لیمو:
لیمو هغه غذایي فوق العاده ماده ده چې باعث د پاکوالي د زهري موادو په بدن کي ګرځي او د ضرورت وړغذايي موادو جذبیت لوړوي. لیمو ویټامین سي دی، او ویټامین سي په بدن کې له غذايي موادو څخه د اوسپنې و جذب ته بهبود ور بښې. نو توصیه کیږي چې له طبیعي او ارګانیکو لیمو څخه ګټه واخلئ، کولای شئ چې د لیمو له پوست څخه په سلادو کې په ساسونو کې په ځینو خوږو کې کټه واخلئ او د روغي سټې لپاره يي استعمال کړئ.
د کم خونۍ د درمان لپاره د ګزنه یا nettle لیمو مخلوط و څښئ!
ګزنه او لیمو د کم خونۍ د درملنې په خدمت کې دي.
که د دي دواړو غذايي مادو فوق العاده خواص سره یوځاي کړو، یوه طبیعي درملنه د کم خوني په مقابله کي په لاس راځي.
لازم مواد:
شنه وچه شوي ګزنه nettle یا سوځونکي بوټۍ 5 قاشوقي معادل د 5 ګرامو
د یوه ترش لیمو اوبه (1 عدد لیمو)
یو لتر اوبه
د جوړولو او استفادي ډول:
د دي مخلوط چې د کم خونۍ ضد دي، د جوړولو لپاره: یو لیټر اوبه جوش کړئ، څنګه چې اوبه جوش شوي اور مړ کړي، او nettle یا سوځونکي بوټی اوبو ته ور اضافه کړئ. بیا يې د 5 دقیقو لپاره پریږدئ چې دم شې.
ورسته بیا دا جوش شوي مواد صاف کړئ او یو عدد لیمو ور وزبیښئ، کولاي شئ چې په عسلو سره يي یو څه خوږ کړئ.
توصیه کیږي چې دا جوش شوی مخلوط په ورځ کې دوه ځله نوشجان کړئ. د مثال په ډول یو وړ ګیلاس د ناشتې په وخت کې د غرمي له ډوډۍ څخه مخکې او یو ګلاس مازدیګر، د 15 ورځو په موده کي مصرف کړئ، تر څو مو د بدن د وینې میزان لوړ لاړ شي. دا کار مو د وینې د کموالي مخنیوی کوي او د وینې میزان مو لوړوي. وروسته له دوو اونیو استعمال څخه، د مخلوط استعمال را کم کړئ او د دوه وخته استعمال په ځاي يي یو وخت استعمال کړئ.
توصیه کیږي چې حایضه میرمنې دي دخپلي مریضي سره سم دا مخلوط پیل کړي ځکه د دي مخلوط استعمال د کم خونۍ جبران کوي. د دي مرکب د زیات تأثیر لپاره باید په نوره غذا کي هم ترش لیمو استعمال شي، تر څو په بدن کي له موادو څخه د اوسپنې د جذبیت قوه زیاته شي.
تازه دڼیا (کشنیز) او د دڼیا کورنۍ یوه فوق العاده غذايي ماده ده د ویټامین سی او اوسپنې د جذب لپاره. کولاي شي چې د کم خونۍ د درملنې لپاره له دي کورنۍ څخه کار واخلئ.
د وینې د کموالي د مخنیوي لپاره او دا چې په دي ناروغۍ اخته نشې حتماً مو په غذا کي هغه څه اضافه کړئ چې اوسپنه ولري.
وروستي