
په امریکا کې نوې څیړنو ثابته کړې چې د کېلو یې د پوستکي لاندې تارونه ډیر ګټور دي.
د څیړونکو په باور د کېلو تارونه لوی اهمیت لري او مهم والی یې په دې کی دی، چې په بیلابیلو نباتاتو او میوه جاتو کې غذايې توکي لیږدوي.
د ډیلې میل ورځپاڼې له راپور له مخې دا تارونه له کیلې ډير فایبر لري نو ځکه ډیر ګټور دي او باید وخوړل شي.
د دوی په باور، چې دغه تارونه چې فلوم «Phloem» نومېږي، په کېله کې د غذايي توکو په خپرولو کې مرسته کوي، چې وروسته يې هر هغه چا ته ګټه رسېږي.
کیله یوه له ډېرو ګټورو میوو څخه ده؛ کوم چې د صحت لپاره ډول ډول ګټې لري. د ګټور پوتاشیم ترڅنګ اړین او اساسي ويټامیونونه او منرالونه هم لري.