دبدن دخولو بوي له منځه وړلو اسانه لارې

که بدن دخولو دناوړه بوي څخه کړیږی نو مه ورته ورخطا کیږئ مونږ یې اسانه درملنه در په ګوته کوو.

۱-هایډروجن پر اکساید
هایدروجن پر اکساید د بدن د میکروبونو وژونکې دوا ده چې دبدن میکروبونه له منځه وړي او دبدن له بد بوي څخه مو ساتي؛ یو ګیلاس همدغه مایع په نیم ګیلاس اوبو کې ګډ کړئ او سهار په نهره پرې خپل تخرګونه ومینځئ.

۲-د باکتریا ضد د لاس مینځلو مایع
د باکتریا ضد د لاس مینځلو مایع هم د بدن د زیاتې خولې او بد بوي په له منځه وړلو کې ډیر مواثر دي، دغه درمل د میکروبونو دختمولو وړتیا لري نو خپل تخرګونه مو په همدغه مایع ومینځئ.

۳-د خوړو سوډا
د خوړو سوډا چې په هر کور کې شته او هر وخت ورته لاس رسی لرلی شئ نو تخرګونه چې د خولو سرچینه ګڼل کیږي اول مو تخرګونه په اوبو لږ لمدې کړئ او بیا پرې د خوړو سوډا ووهئ، له دغه ستونزې به خلاص شئ.