خپله خواښې مو داسې ووژنئ!

ویل کیږي په پخوا زمانو کې په چین کې یوه پیغله وه چې، له یوه ځوان سره یې واده وکړ ، له خپل میړه اوخواښې سره یوځای په یوه کور کې اوسیدله ،له واده یې لږ وخت لا نه و تیر چې پیغله په دې وپوهیده چې له خپلې خواښې سره یې نوره ګوزاره نه کیږي او ګډ ژوند یې نور سخت دی.

یاده پیغله به همیشه دخپلې خواښې په دې خبره چې همیشه به یې رټله سخته غوسه کیدله.
دخواښې او اینګور ترمنځ شخړې او جګړې اوږدې او ترخې شوې ، هغه مهال د چینایانو عادت و چې اینګور به دخواښې ټول کارونه سرته رسول ، نو له یوه بله یې خلاصون هم سخت و او ژوند یې هم په سره تنور وو.
چینايې پيغله نوره مجبوره شوه او ددې تریخ ژوند زغم اوحوصله یې له توانه ووته نو له ځانه سره یې له ډیرو سوچونو وروسته پریکړه وکړه چې د خپل پلار یوه طبیب ملګري ته ورشې او له هغه نه مرسته وغواړي ، هغه یوناني طبیب و او په بوټو او دانو یې د خلکو علاج کاوه ، پیغلې هغه ته خپله کیسه بیان کړه او اخر یې ورته وویل : اوس داسې زهر راکړه چې خواښې مې په یوځل نوش کولو سره په وروستې خوب ویده او موږ یې له شره په امان شو.

طبیب له لږ ځنډ وروسته ورته وویل: سمه ده زه ستا د ستونزې لپاره حل لرم خو؛ په دې شرط چې زما خبرې راسره ومنې او زه چې څه درته وایم هغه عملي کړې ، پیغلې پرته له کوم ځنډه وویل : زه ستا هر امر ته تیاره یم چې څه وایې په سر سترګو یې منم خو له غضبه مې خلاصه کړه ، طبیب کورته ننوت او لیږ ځنډ وروسته راغی ، له ځانه سره یې په یوه کڅوړه کې درمل راوړل ، او میرمنې ته یې وویل : لورې ! ته نشې کولی په تیزو زهرو خپله خواښې ووژنې ، ځکه بیا پر تا باندې خلک شک کوي او ستونزه به دي له دې هم سخته شي ، زه تاته دا زهر لرونکي درمل درکوم ته چې هره ورځ هغې ته خواړه ورکوې نو له دې درملو به لږ لږ پکې اچوې ،چې په کراره کراره به دهغې په وجود اغیز کوي،هڅه وکړه هغې ته ښه خواږه خواړه تیاروه او دهر وخت په خوړو کې دا درمل ورګډوه.

په دې توګه چې کله هغه مړه شي په تا باندې به هیڅوک شک او بدګومان نه کوي ، او دایو مهم ټکۍ هم خامخا په یاد ولره هغه داچې ته له هغې سره خپل چلند مکمل تغیر کړه هغي ته هیڅ بده خبره مکوه او چې څه درته وایې هغه منه څو هغه او زوی یې په تابد ګومانه نشې.

پیغلې په خوشالې سره د درملو کڅوړه را واخیستله او کورته ولاړه . څو د خواښې د وژلو په پروسه کارپیل کړي.

اونۍ تیریدلې او ورپسې میاشتي راغلې تیري شوې ، پېغلې خپل پروګرام د طبیب له لارښوونو سره سم پر مخ بیوه ، خپل مزاج یې هم مکمل تغیر کړ او هغه بوټې به یې هم هره ورځ د خواښې په خوړو کې ګډول ، پوره شپږ میاشتې تیرې شوې ، دپېغلې په کور کې عجیب بدلون رامنځته شو ، نوموړې غوسه او سختې خبرې هیرې کړې وي او خواښې ته به یې هروخت ځانګړې خواږه خواړه تیارول ، بوډۍ ته چې ځانګړې خواږه خواړه رسیدل او د اینګور له سختو خبرو هم خلاصه شوه نور یې څه غوښتل ،اوس نو حالاتومکمل بدلون کړی و ، خواښې ته یې اینګور دخپلې لور په څیرګرانه شوه، او تل به یې خپلوانو او کلیوالو ته دخپلې اینګور په صفتونو لګیا وه، لنډه دا چې خواښې او اینګور د لور او مور په څیر سره خوږې شوې.

په بله ورځ پیغله طبیب ته ورغله او له هغه یې بیا مرسته وغوښتله ،طبیب ته یی وویل: محترم ډا کټر صیب مهربانې وکړه داسې دوا راکړه چې خواښې ته یې ورکړم څو یې هغه زماپه لاس ورکړې زهر په بدن بد اغیز ونکړي ، او هغه وژغورم.

هغه اوس ډیره ښه شوې ده زما وهغې ترمنځ ټولې ستونزي ختمې شوې دي او دلور او مور په څیر سره خوشاله یو . زه نه غواړم هغه مړه شي.

هوښیار طبیب موسک شو او سر یې وښوراوه ، او پیغلې ته یې وویل : ته فکر مکوه هیڅ مشکل نشته ، ماچې کوم درمل تاته درکړې و هغه د قوت لپاره وو څو ستا دخواښې صحت ښه او خوندي کړي ، زهرپه درملو کې نه بلکې ستا په عقل او بدخوی کې و ، او هغه زهر ټول ستا په هغه ښه چلند او انساني کړو وړو سره ختم شول چې زما له لارښوونو سره سم دي خپل کړې وو .

پایله : ته چې له خلکو سره څ ډول چلند او اخلاق غوره کوې هغوی به هم ورته چلنداو اخلاق درسره کوې، په چینایانو کې یو متل دی وایې: څوک چې له نورو سره څه ډول مینه کوي هغوی به ورته مینه ورسره لري.
دخواښې او اینګور ستونزه په افغانستان کې له سوچ څخه پورته خبره ده او دحل لار یې په دې کیسه ګۍ کې نغښتې ده.