ها د کابل په شپوکې
په هغه تورو شپو کې
پاس د بلۍ په لمن
چې مو د مينې ډېوې بلې کړلې
ستا د غزل ښاپېرۍ
راته د پېغلو ستورو
د ارمانونو سرې جوړې ګنډلې
زما په سر به ېې د سپينې سپوږمۍ شال غوړوه
د تورو شپو دېو به غلام و زمونږ
پاس په اوږو به يې وړه د وړانګو ډولۍ
په هغه تورو شپو کې
پاس د آسمان په ګلبڼ
د سپينو ستورو غونچو
نه به شبنم ورېده
زمونږ د مينې پر تنکيو لمبو
تا به کاتل ورته د شعر خداېه
په پيغمبر دې د غزل وحې د مينې راځې
پر تا شېبې شېبې الهام ورېده
د لهوتې غزلو
ته وې بادشاه د غزل
زه بلېنډه د محل
په هغه تورو شپو کې
ها د کابل په شپو کې
پاس د بلۍ په لمن
چې مو د مينې ډېوې بلې کړلې
ها د کابل په شپو کې
وروستي