
روهي (دوه نۍ/۱۳ د وري)، ايراني چارواکو د ياد هېواد د پارلمان د پرېکړې په اساس د پيغامونو شبکه (ټېلېګرام) بند کړ او پر ځای به يې يوه ملي شبکه، چې کنټرول به د ايران د حکومت په لاس کې وي منځ ته راوړي.
ټلېګرام له تېرو څو کالونو راهيسې، په ايران ډېره استعمالېدونکې ټولنيزه شبکه وه، چې نېږدې ۴۰ مېلېونه ايرانيانو ورڅخه کټه پورته کوله.
د ايران حکومتي چارواکو ويلي، چې د تېر کال حکومت ضد لاريونونو کې له دغې شبکې ګټه پورته شوي او په همدې اساس يې دغه رسنۍ تړلې ده.
په ايران کې چارواکي وايي، چې په راتلونکې مياشت کې به داسې يوه رسنۍ او د پيغامونو د لېږد شبکه رامنځ ته کړي، چې د ټلېګرام ځای به ونېسي.
د ټلېګرام مشر په خپل ټوېتر د ايران له خوا د يادې شبکې په بندلو خواشيني ښودلي او دغه کړنه يې د بيان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کول بللي.
له دې وړاندې د ايران حکومت د تېر کال حکومت ضد لاريونونو په ترڅ په ياد هېواد کې په مشهوري ټولنيزې شبکې انسټګرام هم بندېز لګولی وو.