
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وری۱۳مه) د کشمیر په سوېل کې د نښتو له کبله، ۲۰کسان وژل شوي او ۷۰تنه نور ټپیان شوي دي.
د کشمیر پوځي چارواکو ویلي، چې د عملیاتو پر مهال په دریو سیمو کې د وسلوالو له کلابندولوسره نښته پیل شوه.
بل خوا د نښتې پر مهال ځايي خلکو لاریون کړی، چې د خلکو د تیت او پرک کولو لپآره امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.
په ورته مهال د پولیسو مشر د کشمیر د بېتلونپالو له دریو مشرانو سید علي ګیلاني، میر واعظ عمر فاروق او یاسین ملک د کلونو کلونو بندیزونو لرې کول اعلان کړل.
د حکومت له دغه چلند خلکو هیله درلوده چې له دریو کلونو راهیسې د وسلوالو پرضد د پوځ عملیات- اپرېشن ال اوټ- وځنډېږي او په دوبي کې به حالات سم وي.