
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وری۱۳مه) په عربستان کې د افغان سولې په اړه، د دیني علماوو غونډه جوړېږي.
د سولې عالي شورا مسوولینو ویلي، چې د دیني علماوو دغې ناسته ته چمتووالی روان دی او د افغانستان په ګډون د یوشمېر اسلامي هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.
بل خوا په ورته وخت کې دغې شورا په هلمند ولایت کې د سولې په موخه د پرلت کونکو میرمنو له غوښتنو ملاتړ څرګند کړی دی.
سولې عالي شورا یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې، چې د سولې غږ ته لبیک ووایي.
شنونکي هم پدې باور دي، چې سعودي عربستان به وکولی شي، چې وسله والو طالبان د خبرو کولو لپاره یو میز ته ورسره کېنوي.