
روهي (دوه نۍ/۱۳ د وري)، د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده، چې د ترکيې، روسيې او ايران ولسمشران به راتلونکې څلورنۍ په ترکيه کې، د سوريې د کړکېچ په اړه ناسته تر سره کړي.
د سوريې په اړه دغه درې اړخيزه ناسته دويمه ناسته ده، چې د يادو درېيو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ تر سره کيږي.
د يادې ناستې په موخه به د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين او ايرانی ولسمشر حسن روحاني ترکيې ته لاړ شي او د ياد هېواد له ولسمشر اردوغان سره به خبرې - اترې ولري.
د ترکيې، روسيې او ايران ترمنځ له دې وړاندې هم، د سوريې او په سيمه کې د روان سياسي وضعيت په اړه درې اړخيزې ناستې تر سره شوې وې.