
روهي (دوه نۍ/۱۳ د وري)، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه او قدس کې د اسرائيلي پوځ له خوا د پوځي عملياتو او بې ګناه کسانو په وژلو غبرګون ښودلی او د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو يې ترورېست مشر ياد کړی.
نوموړي زياته کړي، "هغه څه چې په غزه او قدس کې تيريږي، نو مونږ ويلي شوو، چې د اسرائيلو دولت يو ترورېست دولت، لومړی وزير بنیامین نتنیاهو يې مشر او ترورېست دی."
اردوغان دغه څرګندونې تېره ورځ په انقره کې د ترکيې پارلمان ته کړي او زياته وي، چې نړۍ ته څرګنده ده، چې د اسرائيلو پوځ څومره ظلم کوي او اړتيا هم نشته چې مونږ د اسرائيلو د ظلم په اړه نورو ته ووايي، د دوی ظلم او د بئ ګناه کسانو وژل هر چاته څرګند دي.
اردوغان د اسرائيلو لومړي وزير ته په وخطاب کې وويل، "هغه څه چې ته يې د فلسطنيانو د ماتې لپاره تر سره کوې، دا هر څه به تاريخ وليکي او مونږ به يې هېڅ کله هم هير نه کړو."
له دې وړاندې بنیامین نتنیاهو هم، په خپل ټوېټر د اردوغان پر وړاندې توندې څرګندونې کړې وې او په سوريه کې يې د ترکيې له پوځي لاسوهنو سره مخالفت څرګند کړی وو.