صابون څه ډول جوړيږي؟


موږ صابون په پلورنځي کې له رنګارنګ رنګونو سره او خوږ وبويونو سره ﻻس ته راوړلی شو. هر يو صابون د نباتي يا هم د ژوي ( حيواني ) غوړو څخه جوړيږي،لکه ناريال ( کوپره ) يا هم د وزې غوړ. د سوډا (سوديم هايدرو کاربونيت) او يا هم د پتاسيم کاربن هايدريت د مايع شوي مادې سره دا غوړ يو ځای ايشول کيږي او پس له هغې چې دا مواد ساړه شي نو په کلک صابون بدليږي. په ختيځ کې صابون له لومړۍ پيړۍ نه مخکې مروج وو او په اروپا کې په نهمه پيړۍ کې رواج شو. زموږ وجود د چټل کيدو سبب دادی چې بدن مو غوړ لري، نو ځکه خاورې او ګرد پرې نښلي. د صابون په مرسته موږ خپل وجود بيرته پاکولی شو. کله چې صابون د اوبو سره يو ځای شي يو ډول مواد ورڅخه بېل شي چې خيرن لوښي ،کالي او بدن پرې مينځل کيږي او پاکيږي.

 
يادونه : دا او دې ته ورته ليكنې ، د ماشومانو لپاره كيسې ، شعرونه او نور په زړه پورې او معلوماتي مطالب د ماشومانو د ادبياتو د كور په پاڼه كې لوستلى شئ .
پته:
Mashom.blogfa.com
\"\"